نړۍ
د ليبيا مرکز طرابلس ته د مخالفينو جگړه وغځيده
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د ليبيا حكومت مخالف ځواكونه وايي، چې:
د قذافي د ډلې څه نا څه څلويښت كسان نيول شوي، چې يو شمېر يې د افريقايي هېوادونو وگړي دي .
رويټرز خبري اژانس د طرابلس د اوسېدونکيو له قوله وايي، چې:
د پايتخت په څو مهمو سيمو كې نښتې شوي او د معمر قذافي مخالفان سړکونو ته راوتلي دي.
د ليبيا د ياغيانو د ملي انتقالي شورا رييس مصطفي عبدالجليل الجزيرې ټلويزيون ته وويل، چې:
په طرابلس کې ټول اقدامات له مخکيني پلان او هماهنگۍ سره سم ترسره شوي دي.
د قذافي د حکومت ويندوي وويل:
د وسله والو کسانو وړې ډلې طرابلس ته ننوتي، خو ځپل شوي او ښار اوس خوندي دي.
په همدې حال كې د قذافي د حكومت ضد ډلې ويلي، چې:
شاوخوا څلويښت تنه د قدافي پلوي ځواكونه يې نيولي دي .
د خورو شويو رپوټونو له مخې ويل شوي، چې په دې نښتو كې څو ملكي وگړي هم وژل شوي دي.
