نړۍ
د ليبيا پلازمېنه بيا ناټو بمبارد كړه
د ليبيا دولتي تلويزيون اعلام وكړ، چې:
د جمعې ورځې په سهاريو ځل بيا ناټو پرطرابلس او زلتين ښارونو هوايي بريدونه كړي دي.
په دې بريدونو كې ۳۳ تنه وژل شوي هم دي.
د معمرالقذافي مخالفينو ويلي، چې په دې بريدونو كې د معمرالقذافي يو بل زوى خميس هم وژل شوى، خو د لبيا حكومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ليبيا دولتي تلويزيون د رپوټ له مخې د ناټو الوتكو د جمعې په سهار يوځل بيا پلازمېنه طرابلس او زلتين ښار بمبارد كړي دي.
د ليبيا حكومت مخالفين وايي، چې د ناټو د جمعې شپې په عملياتو كې، چې پر زلتين ښار شوى د خميس په نامه د معمرالقذافي زوى هم وژل شوى دى.
د قذافي مخالفين وايي:
په دې بريد كې د قذافي ۳۲ نورځواكونه هم وژل شوي دي.
د قذافي د مخالفينو وياند رسنيو ته ويلي، چې:
د معمرالقذافي په پوځ كې د دوى جاسوسانو دا خبروركړى دى.
خميس د قذافي يو پوځي كوماندان و، چې د ليبيا په لويديځ كې له مخالفينو سره جنگيده. كه دا خبر رښتيا شي؛ نو دا به د معمرالقذافي دوه يم زوى وي، چې د ناټو په بريدونو كې وژل كيږي. د ليبيا حكومت تراوسه د دې خبر د تائيد او يا رد په اړه څه نه دي ويلي .