تازه خبرونه

د لړم ۲۳ د شکر ناروغۍ نړیوالې ورځ ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د لړم درویشتمه د شکر له نړیوالې ورځې سره سمون خوري؛ په وروسته پاتې هېوادونو کې لوږه او بیوزلي د ځینو نورو ناروغیو ترڅنگ د شکر ناروغۍ د خوریدو یو بنسټیز لامل هم گڼل شوې.

د ورکړ شویومعلوماتو له مخې د نړۍ په کچه په دې ناروغۍ اخته په سلو کې اویا کسان په وروسته پاتې هېوادونو کې ژوند کوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، چې افغانستان هم د دغو هېوادونو یو غړی دی چې اوسمهال یی په سلو کې اته وگړي(۸۵۰زره) په دې ناروغۍ اخته دي.

د نړۍ په کچه د شکر ناروغۍ په تېرو دوه لسیزو کې په بې ساري ډول زیاته شوې او اټکل کیږي، چې په راتلونکیو شل کلونو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.

د داخله ناروغیو پروفیسور داکتر وحید واحد له آریانا نیوز سره په خبرو کې وایي، چېپه افغانستان کې تر دې دمه بشپړه شمېر څرگند نه دی؛ خو دا ناروغي مخ په ډېریدو ده.

د نوموړي په وینا؛ سره له دې ، چې امکانات لږ دي؛ خو بیا هم هڅه کیږي، چې د شکر ناروغۍ مخه ونیول شي.

ښاغلی واحدي وایي، په کابل کې د شکر ناروغۍ پېنځه-شپږ مرکزونه د خلکو درملنې ته کار کوي.

 نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې د شکر ناروغۍ ځانگړي مرکزونه نشته؛ خو یو شمېر داکتر صاحبان تر روزنې لاندې نیول شوي دي.

هغه وایي، امنیتي ستونزې په لیرې پرتو سیمو کې د دغې ناروغۍ د درملنې په وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د نوموړي په وینا؛ دا ناروغي په ښځو او نرینه وو کې یو شان ده.       

ټاکل شوې، چې نن په کابل او په یو شمېر نورو ولایتونو کې له دغې ورځې نمانڅنه وشي.

Trending

Exit mobile version