سیمه ییز خبرونه
د لښكرگاه ښار په ډله ييز بريد كې لس تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
په هلمند كې د وسله والو په ډله ييز بريد كې يو پوليس وژل شوى او درې ملكي وگړي او شپږ پوليس ټپيان دي.
د هلمند والي وياند عمرځواك وايي، چې:
دغه بريد تېر ماښام شپږ نيمې بجې د لښكرگاه ښار پرلومړۍ امنيتي حوزې وشو.
هغه زياته كړې، چې لومړي ځانمرگي د موټربم په وسيله بريد وكړ او دوه نور د پوليسو حوزې ته ننوتلي، چې يو يې د حوزې په تشنابونو كې له منځه وړل شوى او بل هم د دې حوزې په انگړ كې د پوليسو پر ډزو وژل شوى دى.
سرچينې په ډاگه كړه، چې بريد له يو ساعت وروسته پاى ته ورسيد.
د دې بريد مسووليت طالبانو په غاړه اخيستى؛ خو له مرگ و ژوبلې يې څه ويلي نه د ي.