سیمه ییز خبرونه

د لیلیي د نه شتون له امله ډېرې انجونې سږ كال له لوړو زده كړو بې برخې پاته دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د فارياب په پوهنتون كې  د انجونو د ليليې د نه شتون له امله ډيرې انجونې سږ كال له لوړو زده كړو بې برخې پاته دي.

فارياب سږ كال د لومړي ځل لپاره د پوهنتون خاوند شو، خو په دغه پوهنتون كې د انجونو د ليليې نه شتون يو شمېر محصلې انجونې له ستونزو سره مخ كړې دي.

د فارياب د پوهنتون چارواكي وايي، چې د ليليې د نه شتون له امله ډېرى انجونې ونه توانېدې تر څو خپلې لوړې زده كړې پر مخ يوسي او يو شمېر نورې د له سختو ستونزو سره په كرايې كورونو كې ژوند كوي.

په همدې حال كې يو شمېر محصلې انجونې له حكومت څخه غواړي تر څو دغه ستونزه ژر تر ژره هواره كړي.

د فارياب د والي مرستيال عبدالستار بارز بيا وايي، چې په نږدې راتلونكې كې به د دغې ستونزې د هوارولو په موخه يوه نوې ودانۍ پرانيستل شي.

د چارواكو په وینا اوس مهال د فارياب په پوهنتون كې شاوخوا پنځه زره محصلين په زده كړو بوخت دې، چې نږدې دوه زره تنه يې له نورو ولايتونو څخه فارياب ته راغلي دي.

Trending

Exit mobile version