سیمه ییز خبرونه

د مارجې په دينې مدرسه كې واسكت چاودنې څوالس تنو ته مرگ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د سيمې امنيتي چارواكي وايي، چې:

په دغه مدرسه كې كم عمره ماشومانو ته د ځانمرگو بريدونو زده كړې وركول كيدي.

كه څه هم چارواكي وايي:

په پېښه كې يوولس كسانو ته مرگ و ژوبله اوښتې؛ خو د سيمې خلك بيا دغه شمېر څورلس تنه بولي.

په مارجه كې د ملي اردو يو افسر تورن نقيب الله وايي، چې:

په دې مدرسه كې په دې نامه، چې ديني زده كړې كيږي؛ كم عمره ماشومانو ته د ځانمرگو بريدونو زده كړې وركول كيدې.

د نوموړي په وينا، په دې مدرسه كې د پنجشنبې په ورځ(د وري لومړۍ) د سهار څه نا څه پېنځه بجې د ځانمرگي بريدونو واسكټ چاوديدلى څلورتنه وژل شوي اوشپږنورټپيان دي.

دوى پلان درلود، چې لومړى په سيمه كې د ماين چاودنه ترسره كړي او بيا سيمې ته د ملي اردو د سرتېري  په راټوليدو ورباندې ځانمرگى بريد وكړي؛ خوموخې ته ونه رسيدل.

بل پلو د سيمې اوسيدونكي او د ځينو وژل شويو كسانو د كورنيو غړي وايي، چې ماشومان د ديني زده كړو په موخه دې مدرسې ته ليږل شوي ول؛ خو خبر نه ول، چې د ځانمرگو بريدونو زده كړې وركول كيږي.

د دوى په وينا، په دې پېښه كې اته تنه، چې ماشومان هم په كې دي وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دا په داسې حال كې ده، چې د هلمند والي وياند احمد ځيرك وايي، چې په دې پېښه كې پېنځه تنه وژل شوي او شپږ نورټپيان دي.

Trending

Exit mobile version