سیمه ییز خبرونه

د مارشال فهيم د جنازې مراسمو ته د نړۍ د نږدې پنځوسو هېوادونو استازي راغلي وو

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مارشال محمد قسيم فهيم د جنازې تشريفاتي مراسم په ارګ او دفاع وزارت كې تر سره شول. په دې مراسمو كې د جګپوړو دولتي چارواكو سر بېره د پنځوسو هېوادونو استازو هم ګډون كړى وو.

د مارشال محمد قسيم فهيم مړى د ځانګړو پوځي مراسمو په ترڅ كې د سردار محمد داوود خان له روغتون څخه تر دفاع وزارته بدرګه شو.

د ارګ په جومات كې د مارشال فهيم د جنازې لمونځ د ولسمشر او نورو دولتي چارواكو په ګډون د عبدالرب رسول سياف په امامت تر سره شو.

د جنازې له لمانځه وروسته افغان ولسمشر حامد کرزي وويل:

تېر دولس كلونه يې له مارشال سره د خوښۍ او غم شېبې شريكې تېرې كړې دي.

د مارشال فهيم د جنازې مراسمو ته د نړۍ د نږدې پنځوسو هېوادونو استازي راغلي وو.

د افغان ولسمشر حامد كرزي په وېنا مارشال محمد قسيم فهيم له ده سره د هېواد په كورني او بهرني سياست او برخليك ټاكونكو مسايلو كې ملګرتيا كوله.

د مارشال محمد قسيم فهيم زوى اديب فهيم هم د خپل پلار د هيلو او ارمانونو په باب خبرې وكړې.

ده وويل، چې پلار یی د ژوند زياته برخه له اشغالګرو سره په مبارزه كې تېره كړي ده.

فهيم شپږ پنځوس كلن و، چې د يكشنبې په ورځ ( د کب ۱۸ ) يې د شكرې او زړه د ناروغۍ له كبله مړ شو.

Trending

Exit mobile version