سیمه ییز خبرونه
د مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په باب نړيوال غبرګونونه
د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې په باب نړيوال غبرګونونه هم مخ ته راغلي دي. هند، بريتانيا او د ناټو عمومي قومندانۍ د مارشال په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې هغه د مسئوليتونو په سوله ايز لېږد كې مهم رول درلود.
د هند لومړي وزير من موهن سنګ د مارشال محمد قسيم په مړينه د خواشينۍ د څرګندولو سر بېره ويلي، چې مارشال فهيم د هند يو ښه ملګرى و.
د هند د ولسمشر مرستيال محمد حامد انصاري هم د افغان ولسمشر د لومړي مرستيال په مړينه خپګان ښودلى دى.
همدارنګه کابل کې د برتانیا سفارت مارشال فهیم د “افغانستان د تاریخ یو ستر شخصیت” بللی او د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پر مهال مبارزه د هغه د مهمو کارنامو څخه بولي.
په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو په یوه خپره شوې اعلامیه کې د مارشال فهیم له کورنۍ او افغان حکومت سره خواخوږي ښوولې ده.
د پاکستان ولسشمر او لومړي وزیر د افغانستان ولسشمر او خلکو ته د مارشال فهیم د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې.
د ولسشمرۍ له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې د مارشال فهیم کورنۍ، افغان ولسشمر حامد کرزي او افغان ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې شوي دي.
د نيويارك ټايمز ورځپاڼې هم ليكلي، چې د مارشال محمد قسيم فهيم مړينه د افغانستان لپاره يوه نه جبيره كېدونكې ضايعه ده.