روغتيا

د ماشومانو د تور زیړي ۶۵۰ احتمالي پېښې ثبت شوي

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې یا ډبلیو اچ او د جمعې پر ورځ ویلي؛ دوی په ماشومانو کې د تورزیړي د ۶۵۰ احتمالي حادو پېښو راپور ترلاسه کړی، چې لاملونه یې ناڅرګند او تر څېړنې لاندې دي.

د یاد بنسټ د څېړنو له مخې، د غبرګولي تر ۵ / د می تر ۲۶ پورې له ۳۳ هېوادونو څخه ډبلیو اچ او ته د ۶۵۰ احتمالي پېښو راپور راغلي، چې د ۹۹ نورې هغه تر درجې ټاکلو لاندې دي.

په ټوله نړۍ کې روغتیایي چارواکي په تنکیو ماشومانو کې د تورزیړي او د یېنې پړسوب د شکمنو ناروغیو پلټنه کوي، چې تر دې دمه ترې لږ تر لږه ۹ مړینې رامنځته شوې دي.

د امریکا روغتیایي چارواکو تېره اوونۍ ویلي وه، چې آډنوویرس انفیکشن د ماشومتوب یو عام ویروس دی، چې په کې د تورزیړي ناڅرګنده فرضیه بې لامله پاتې شوې ده.

غه تورزیړی، چې د آډنو ویروس له دې بڼې سره تړاو لري؛ په ځانګړي توګه له خوارو ماشومانو سره تړاو لري.

د امریکا د ناروغیو د څار او مخنیوي مرکز دا هم ویلي؛ څېړنې روانې دي، چې آیا د کرونا ویروس په ګډون نورې ویروسي ناروغۍ به د دغې رامنځته شوې ناروغۍ اغېز ولري او که نه.

Trending

Exit mobile version