تازه خبرونه

د ماشومانو د ژغورنې اداره په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۶, ۱۴۰۱)

د ماشومانو د ژغورنې ادارې مسوولینو ويلي؛ د اسلامي امارت له لوري د ښځینه کارکوونکیو د خوندیتوب  له ډاډ وروسته دغې ادارې د روغتیا، تغذيې او ځینو ښوونیزو خدمتونو په برخو کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي.

د ماشومانو د ژغورنې اداره، چې په کورنيو او بهرنيو ادارو کې د ښځو پر کار د بنديز له کبله يې فعاليتونه بند کړي وه؛ اوس غواړي، چې د دغې موسسې د فعاليتونو يوه برخه بېرته پيل کړي.

د دې ادارې پروګرامونه پر روغتیا، تغذیه او ښوونیزو خدمتونو متمرکز دي. له همدې کبله اسلامي امارت دوی ته ډاډ ورکړی، چې د دې ادارې ښځینه کارکوونکي خوندي دي.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې کميتې د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي: مونږ ځینې فعالیتونه لکه روغتیا، تغذیه او ځینې روزنیز خدمتونه بیا پیلوو؛  ځکه د اړوند چارواکو لخوا مونږ ته روښانه او د باور وړ ډاډ راکړ شوی او زمونږ ښځینه کارمندانې به خوندي او له خنډ پرته کار کولی شي. زمونږ نور هغه فعالیتونه، چې مونږ ترې د باور وړ تضمین نلرو؛ تر هغې پورې به د خپلو نورو ښځینه کارمندانو فعالیتونه نه پيلیوو.

دغه راز یو شمېر پوهان د دې مرستندویه موسسې فعالول مهم ګڼي او له نورو موسسو څخه غواړي، چې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي.

د د اړوند کارپوهانو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې ۲۵ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د میرمنو د حقونو هڅانده تفسیرسیاه پوش وایي؛ نورې مرستندویه موسسې هم باید هڅه وکړي، چې له اسلامي امارت سره په تفاهم کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او په دې سخت اقتصادي حالت کې د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه ماشومانو او ښځو وضعیت ته لاسرسی له لاسه ورنکړي.

په نادولتي ادارو او موسسو کې د ښځینه کارکوونکیو پر کار د بندیز له اعلان وروسته د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د ژغورنې ادارې په هېواد کې خپل فعالیتونه بیا پیلوي او دغه اداره ټینګار کوي، چې دوی بېرته عادي حالت ته راګرځي. ژر تر ژره خپل عملیاتي کارونه پيلوي او له اسلامي امارت څخه غواړي، چې دغه بندیزونه په بشپړه توګه لغو کړي.

د یادونې ده، چې د ماشومانو د ژغورنې ادارې له تېرو دوه اوونیو په کورنیو او بهرنیو ادارو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته خپل کار بند کړی و.

Trending

Exit mobile version