تازه خبرونه
د ماشومانو ژغورنې نړیوال بنسټ په افغانستان کې د روغتیايي چارو پر دوام ټینګار وکړ
شریف راستنېدونکو ته د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د دې بنسټ د هڅو په اړه معلومات او هغوی ته یې په افغانستان کې د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د چمتووالي ډاډ وړاندې کړ.
د روغتیا وزارت نن پنجشنبه (د غویی اتهلسمه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دې وزارت چارسمبالي نور جلال جلالي په کابل کې د ماشومانو ژغورنې نړیوال بنسټ له مشر عبدالرحمن شریف سره ولیدل.
شریف راستنېدونکو ته د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د دې بنسټ د هڅو په اړه معلومات او هغوی ته یې په افغانستان کې د روغتیایي چارو د وړاندې کولو لپاره د چمتووالي ډاډ وړاندې کړ.
نور جلال جلالي له دې بنسټ څخه د ډېرو نورو همکاریو غوښتنه وکړه او د مرستو پر اغېزمن مدیریت او د کیفیت لرونکو روغتیایي چارو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.
هغه ويلي؛ مونږ هڅه کوو، چې د هېواد روغتيايي سکټور په تدريجي بڼه د ځانبسياينې پر لوري بوځو او په راتلونکي کې د يو باثباته او ځواکمن روغتيايي سيسټم پر لرلو وکولی شو د هېواد ټولو وګړو ته غوره کيفيت لرونکې چارې وړاندې کړو.
