سیمه ییز خبرونه

د ماليې وزارت دهېواد له امريكايي يوهنتون سره د اوږدمهاله همكاريو هوكړه لاسليك كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان حكومت د ماسټرۍ او دكتورا په كچه د دولتي كاركوونكيو د زده كړو د كچې لوړولو لپاره د كال ۱۵ ميليون دالر ځانگړې كړي دي.

د ماليې وزارت د افغانستان له امريكايي يوهنتون سره د اوږدمهاله همكاريو هوكړه ليك لاسليك كړ، چې له مخې به يي د دې وزارت كاركوونكيو ته  د زده كړو پروگرام پيليږي او په تخصصي پروگرامونو او څېړنيزو وركشاپونو كې به تر زده كړو لاندې راځي.

د ماليې وزير عمرزاخېلوال وايي، د دې هوكړه ليك له مخې د ماليې وزارت كاركوونكي كولى شي، خپلې زده كړې د ماسټرۍ تر كچې او له دې هم لوړې په دې پوهنتون كې تر سره كړي.

همدا راز د افغانستان امريكايي پوهنتون محصلان كولى شي د ستاژ دوره په ماليې وزارت كې بشپړه كړي.

د نوموړي په وينا:

افغان حكومت هڅه كوي،  چې د خپلو ټولو رسمي كاركوونكيو د زده كړو كچه له كورنيو عوايدو څخه پراخه كړي.

د هغه په خبره  هغه مهال يو حكومت كولى شي بريالى وي، چې كاركوونكي يي  د ماسټرۍ او ليسانس تر كچې زده كړې ولري.

په تېرو لس كلونو كې  افغان حكومت په ځانگړي توگه د لوړو زده كړو  وزارت هڅه كوي، چې يو شمېر افغان ځوانان د زده كړو د دوام لپاره بهر ته وليږي.

Trending

Exit mobile version