تازه خبرونه

د ماليې وزير: د سږ کال کورني عوايد ۱۱۴میلیارډه افغانۍ کېږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

 ولسي جرګې د مالیې وزیر د هیواد په مالي نظام کې د ستونزو له کبله استجواب کړ. د مالیې وزیر وویل چې د عوایدو د راټولولو نظام یې پیاوړی کړی چې د لسو میاشتو په ترڅ کې څلور نوي میلیارده افغانۍ راټولې شوي دي.

 ده ډاډ ورکړ چې نړیوالو مرستندویانو په دوی باور کړی او په راتلونکو دریو کلونو کې به له افغانستان سره دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره مرسته هم ور زیاته کړي.

ولسي جرګه وايي چې د مالیې وزارت په اړوندو ادارو او ګمرکونو کې اداري فساد روان دی او عواید په روښانه توګه نه راټولېږي. ځينو نیوکه کوله چې ولې له قانون پرته له خلکو څخه د موبایل د کرېدېت له لارې لس په سلو کې مالیه اخلي.

د ولسي جرګې غړي حفیظ منصور څرګنده کړه:

«غل له قانون پرته پیسی ټولوي خو دولت له قانون څخه پورته مالیات را ټولوي چې دا خپله د قانون خلاف دي نو ستاسې له دې عوایدو څخه پیسي اخیستل له غلا سره څه توپیر لري.»

 په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازې نسیمه نیازۍ وايي:

«د عوایدو لوړېدل ستاسې ښه مدریت نه دی بلکې ستاسو ناکامي ده د عوایدو ډېرېدل ټول ټکس او مالیې د راټولولو له امله شوي چي یوه بېلګه یې له مخابراتي خدمتونو څخه د لس فیصده مالیې اخيستل دي.»

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي بیا وايي چې د عوایدو په راټولولو کې نظم راغلی او د شفافیت په هکله د دوی ګامونو د نړیوالو مرستندویانو د قناعت وړ ګرځېدلي.

حکيمي زياتوي:

«د عوایدو راټولول د تېرو لسو کلونو په پرتله د سږ کال د لسو میاشتو په پرتله بی سابقې وو. په لسو میاشتو کې ۹۴ میلیارد افغانۍ راټولې شوې چې د مالي کال تر پایه به ۱۱۴میلیارډه افغانۍ راټولې کړو.»

د مالیې وزیر اټکل کوي چې سږ کال به کورني عواید یو سل او څوارلس میلیارده افغانیو ته ورسېږي، په داسې حال کې چې د تېر کال کورني عواید ۹۹ میلیارده افغانۍ وو.

خبريال: عبدالعزیز کریمي

Trending

Exit mobile version