تازه خبرونه

د مالیې وزارت د بشري منابعو مشر ونیول شو

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۲۸, ۱۳۹۹)

د مالیې وزارت د بشري منابعو مشر غلام ملاخېل تېره شپه د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو په ګډو عملیاتو کې نیول شوی دی.

مالیې وزارت د بشری منابعو د رییس غلام ملاخیل نیول کیدل منی او زیاتوي، چې غلام ملاخېل د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو لخوا نیول شوی. که څه هم دا ډول نیونې د فساد له کبله تر سره کیږي؛ خو دوی د هغه د نیول کیدو د عواملو په اړه بی خبري ښیي. 

د مالېې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي وایي: مونږ منو، چې د مالېې وزارت د بشری منابعو مشر نیول شوی؛ خو تر دې دمه معلومه نده، چې جرم  یی څه دی.

د لویه څارنوالي د مالیې وزارت د بشري منابعو د مشر نیول له دندې ناوړه ګته اخیستنه بولي او زیاتوي، چې له نوموړي څيړنې روانې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي؛ نوموړی د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو لخوا نیولی شوی او څېړنې ترې روانې دي. نوموړی له دندې ګوښه شوی و؛ خو بیا یې هم په دغه اداره کې کار تر سره کاوه.

د خصوصي سکتور غړي د لویې څارنوالۍ او کابل پولیسو د دغې کړنې هرکلی کوي او زیاتوي، چې په مالیې وزارت کې پراخ فساد د هېواد اقتصاد له سترو ننګونو سره مخ کړی دی.

د صنعت کارانو ټولنې مشر عبد الجبار ساپی وایي: مونږ د کابل د پولیسو او لویې څارنوالۍ له دغې کړنې هرکلی کوو؛ ځکه، چې د مالیې وزارت مامورین په فساد کې ښکیل خلک دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د مالیې وزارت د بشري منابعو د مشر نیول کیدل د فساد قضیه بولي او زیاتوي، چې مفسدین باید د قانون منګلوته وسپارل شي.

د اقتصادي چارو کار پوه تاج محمد تلاش هم  د لویې څارنوالۍ له دغې کړنې هرکلی کوي او وایي، چې داسې کړنې له فساد سره د مبارزې په برخه کې اړینې دي.

د چاروپوهان له دغې کړنې هرکلی کوي او وایي، چې باید مفسدین د محکمو تر میزه ورسیږي.

Trending

Exit mobile version