د هوا حالاتو بدلونونه

د مایوي ځنګله د اور لګېدنې د مړو شمېر ۸۹ کسانو ته ورسېد

Published

on

رویترز څرګنده کړې؛ چارواکو د شنبې پر ورځ ویلي؛ له تېرې یوې پېړۍ راپدیخوا د امریکا د مایوي په ځنګلونو کې ترټولو وژونکې څلور ورځنۍ اورلګېدنې له کبله د مړو شمېر ۸۹ کسانو ته رسیدلی دی.

د زیان کچه د شنبې پر ورځ د پام وړ شوه؛ ځکه، چې د لټون ډلې له سپیو سره د لاهاینا کنډوالې چاڼ کړې.

دې څلور ورځنۍ اورلګېدنې د دې تاریخي ښارګوټی استوګنځي له مینځه یوړل، ودانۍ یې ویجاړې او موټرونه یې ویلي کړل.

د جاش ګرین والي د شنبې پر ماسپښین په یوه خبري کنفرانس کې خبرداری ورکړ، چې د مړو شمېر به نور هم لوړ شي؛ ځکه، چې نور جسدونه موندل هم شوي دي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ د مړو دا شمېر له هغه اوره رامنځته شوی، چې د سې شنبې پر ورځ یې لمبې پورته شوې. دا د هاوایی په تاریخ کې ترټولو بد طبیعي ناورین دی. په ۱۹۶۰ ز. کال کې ورته یوې اور لګېدنې ۶۱ کسان وژلي وه.

چارواکو د جمعې پر ورځ د لاهاینا اوسیدونکیو ته بېرته لویدیز مایوي ته د تلو اجازه پیل کړه. که څه هم د اور لګېدنې له سیمو څخه زهرجن لوګي پورته کېدل او د لټون عملیات روان ول.

د رویترز د راپور له مخې؛ په سلګونه کسان اوس هم ورک دي. په داسې حال کې، چې بشپړ شمېر یې هم څرګند شوی نه‌دی.

د دې سیمې ښاروال ویلي؛ دا ناورین د سې شنبې پر نیمه شپه له هغې وروسته پیل شو، چې له لاهاینا څخه شاوخوا ۵۶ کیلومتره لرې په کولا ښار کې د اور لګیدلو راپور ورکړ شو. شاوخوا پېنځه ساعته وروسته په لاهاینا کې برښنا قطع شوه.

پر هغه سهار په فیسبوک کې د خپاره شويو تازه معلوماتو له مخې؛ د مایوي ښاروال کاونتي ویلي، د سهار پر ۶:۳۰ بجو په لاهاینا کې پر درې جریبه ځنګله اور لګیدلی و؛ خو د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو کنترول شو.

ځینو شاهدانو ویلي، چې دوی له ګواښه لږ خبر ول او له داسې وحشت سره مخ ول، چې اور د دوی شاوخوا ښار په څو دقیقو کې ویجاړ کړ.

د فدرال بېړنیو حالاتو مدیریت ادارې د لاهاینا د بیارغولو لګښت ۵.۵ میلیارد دالر اټکل کړی، چې د څرګندونو له مخې یې له ۲۲۰۰ ډېرو ودانیو زیانونه لیدلي او یا هم ویجاړې شوې دي او له ۸۵۰ هکتاره  ډېر ځنګل سوځیدلی دی.

Trending

Exit mobile version