تازه خبرونه
د متحده عربي اماراتو رییس له سراج الدین حقاني سره وکتل
د متحده عربي اماراتو رییس شیخ محمد بن زاید آل نهیان پرون (سې شنبه د غبرګولي پېنځلسمه) د کورنیو چارو وزارت د چارسمبالي سراج الدین حقاني پر مشرۍ له یوه افغان پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، چې د ابوظبۍ په قصر الشطي کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو د پياوړتيا او د متقابلو ګټو د خوندیتابه او د سيمې د ثبات لپاره د اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
دغه خبرې اترې پر رغنیزو، اقتصادي او پرمختیایي برخو راڅرخېدلي دي.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي له دې لیدنې خوښي څرګنده کړې او د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ یې د ښو اړیکو ستاینه وکړه.
په دې سفر کې د چارسمبالي حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم ملګرییا لري.
