تازه خبرونه د متحده عربي اماراتو له بندخونو يوشمېر افغان بندیان خوشې شول Published 8 months ago on سلواغه ۱۶, ۱۴۰۴ By Ariana News د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل. د خبرپاڼې له مخې؛ ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدا بهير به د اړوند قانوني پروسو له بشپړېدا وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوند ادارو له همکارۍ او بشردوستانه هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د څېړلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي. Related Topics:#PrisonsAfghanistanfeaturedUAE Trending تازه خبرونه3 days ago د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ تازه خبرونه4 days ago د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده تازه خبرونه3 days ago د روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ نړۍ5 days ago د جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي تازه خبرونه5 days ago د اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي تازه خبرونه4 days ago د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د متحده عربي اماراتو د دولت مشرتابه د دغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت شاوخوا ۱۰۸ تنه افغان بندیان له بندخونو خوشې کړل. د خبرپاڼې له مخې؛ ځيني خوشې شوي افغانان هېواد ته راستانه شول او د پاتې کسانو د راستنېدا بهير به د اړوند قانوني پروسو له بشپړېدا وروسته په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي. د بهرنيو چارو وزارت د متحده عربي اماراتو د دولت او اړوند ادارو له همکارۍ او بشردوستانه هڅو څخه د مننې ترڅنګ ډاډ ورکوي، چې په بهر کې به د افغان بندیانو د قضيو د څېړلو لپاره خپلې هڅې روانې ساتي.