سیمه ییز خبرونه

د محاكمو پرېكړې كه ونه منل شي لويې لارې به وتړو- ناراحته كانديدان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په كابل كې يوشمېرناراحته كانديدانو گواښ وكړ، چې كه:

افغان دولت او نورمسوول ارگانونه د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په اړه د ځانگړې او استيناف محكمو پرېكړې عملي نه كړي؛ نو دوى به په مركز او ولايتونو كې لويې لارې وتړې.

دوى وايي:

ترهغې، چې عدالت نه وي را منځته شوى خپلې مبارزې ته به دوام وركړي.

د معترضو كانديدانو شورى په كابل كې د يوې خبري غونډې پرمهال د ولسي جرگې د تېرو ټاكنو په اړه  د ټاكنو د ځانگړې محكمې او استيناف محكمې د پرېكړو پرعملي كېدو ټينگار وكړ.

دوى وايي:

كه د ټاكنو په باب د دوه محكمو پرېكړې بابېزه وگڼل شي او عملي نه شي، دوى به له خپلو پلويانو سره په مركز او ولايتونو كې واټونو ته راووځي او لويې لارې به وتړي.

دوى ټينگاركوي، چې:

د ټاكنو د ځانگړې محكمې او استيناف محكمې له پرېكړې سره سم ،دوه شپيته كسان، چې بريالي اعلان شوي بايد ولسي جرگې ته لار پيدا كړي.

په همدې حال كې د تېرو پارلماني ټاكنو د كانديدانو يوه بله ډله د تېرو پارلماني ټاكنو د بطلان غوښتنه كوي.

دوى ادعا كوي، چې:

تېرې پارلماني ټاكنې له درغليو ډكې او د افغانستان د اساسي قانون او نورو نړيوالو معيارونو پر خلاف تر سره شوې دي.

كه څه هم، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له وروستيۍ پرېكړې څخه، چې نهه معترض كانديدان يې بريالي اعلان كړل، ملگرو ملتونو او اروپايي ټولنې ملاتړ څرگند كړى، خو د ولسي جرگې د غړيو او معترضو كانديدانو وروستيو دريځونو ته په كتو داسې بريښي، چې اوس هم ستونزه پر ځاى پاتې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version