تازه خبرونه
د محب خبرو د ولسمشرۍ له اختلافاتو پرده پورته کړه- قادرشاه
د محمد حنیف اتمر د رسنیو دفتر وایي؛ د زلمي خلیلزاد په اړه د حمدالله محب خبرې ښیي، چې ولسمشر غني له طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو په تړاو سخت اختلاف لري او دا د کړکیچ ستر ټکی دی.
حمدالله محب؛ زلمی خلیلزاد تورنوي، چې له ولسمشر غني څخه د قدرت اخیستو په هڅه کې دی؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوموړی د دغو څرګندونو له کبله احضار کړ او ویې ویل، چې پر خلیلزاد برید پر وزارت برید دی.
په کابل کې هم د محب څرګندونو ته ځینې تاوده او ساړه غبرګونونه راپارولي دي.
د محمد حنیف اتمر ویاند قادر شاه وایي، د محب خبرې د سولې بهیر او ولسمشریزو ټاکنو په تړاو د ولسمشر غني د جدي اندېښنو ښودنه کوي او اړتیا ده، چې د ولسمشر غني د حکومت پر بدیل کار وشي.
نوموړي له سیاسي څېرو او خلکو غوښتي، چې د ولسمشر غني د کاري دورې له پای ته رسیدو سره جوخت د ملي وحدت حکومت پر بدیلې ادارې ملي اجماع رامنځته کړي، چې د حکومت نیمګړې پالیسي نوره پای ته ورسیږي.
د ولسمشرۍ ټاکنو ځینې احتمالي نوماندان او سیاسي ډلې هم وایي، ارګ د سولې بهیر او د کابل– واشنګتن اړیکې د خپلو شخصي ګټو لپاره یرغمل کړي.
د ولسمشرۍ نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي؛ د سولې بهیر باید د حکومت د ګټو او سپارښتونو لپاره محدود نشي، بلکې باید پراخ بنسټه وي، چې د شخړې په پای کې ترې کار واخیستل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې نن باید دا فرصت له لاسه ورنکړو؛ خلک غواړي، چې د سولې بهیر دې ملي وي او حکومت یې باید له سیاسي او ځانګړیو ګټو لپاره وسیله ونګرزوي.
دغه راز ځینې نورې سیاسي ډلې د کابل– واشنګتن په وروستیو کړکیچنو اړیکو کې د واشنګتن خواته دریدلي دي.
د جنبش ملي ګوند مرستیال عبدالله قرلق وایي، چې په اوسنيو سیاسي شرایطو کې به دا سمه نه وي، چې له امریکا سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې کړکېچنې کړو. دا، چې د سولې بهیر غوره پایلې ولري؛ باید اړیکې مو نورې هم ښې شي.
سرور دانش، چې د امریکا د سفیر له مرستیال سره غږیدلی د دغو خبرو په تړاو یې د ناوړه پوهاوي پر مخنیوي ټینګار کړی او وایي، چې د کابل– واشګتن په ستراتیژیکو اړیکو کې باید د ناوړه پوهاوي مخنیوی وشي او د دې لپاره، چې حالات عادي روان وي باید واشنګتن د سولې خبرو په تړاو افغان حکومت خبر کړي.
د یادونې ده، چې له ۲۰۱۴ کال راپدیخوا دا د دوه ستراتیژیکو ملګرو په اړیکو کې یو بېساری کړکېچ دی.
خبریال: باعث حیات