سیمه ییز خبرونه

د محكمې د حكم له اخيستو وروسته ملي امنيت د خبرو د اورېدو حق لري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

وروسته له هغې، چې په افغانستان كې ټیلفوني خبرو د نه خونديتوب په باب اندېښنې زياتې شوې، مشرانو جرګې د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژى وزير غونډې ته ور وباله. د مشرانو جرګې غړو د ټیلفوني خبرو دنه خونديتوب او په انټرنتي رسنيو كې د غېر اخلاقي تصويرونو د خورېدو په باب د مخابراتو وزير ته خپلې اندېښنې په ډاګه كړې.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير اميرزى سنګين وايي:

د محكمې د حكم له اخيستو وروسته ملي امنيت او كورنيو چارو وزارت د خبرو د اورېدو حق لري.

د افغانستان په اساسي قانون كې د خلكو د ټېلفوني خبرو د خونديتوب يادونه شوې، خو چارواكي وايي چې د خلكو ټېلفوني اړيكې خوندي نه دي.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير زياتوي، چې ځيني هېوادونه د افغان رهبرانو ټېلفوني خبرو ته غوږ نيسي. ده له بهرنيو هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان اساسي قانون ته دروناوى وكړي.

په همدې وخت كې پر مبايلونو او ټېلفونونو د خلكو ازار او ځورول بله هغه ستونزه ده، چې ښځينه سياستوالي يې هم په كرار نه دي پرې اېښې.

افغانستان په تېرو څو كلونو كې د مخابراتو او ټېلفوني اسانتياوو په برخه كې د پام وړ پرمختګ كړی دى.

وېل كېږي همدا اوس په افغانستان كې نږدې شل ميليونه وګړي له موبايل ټېلفون څخه كار اخلي.

Trending

Exit mobile version