تازه خبرونه
د محمدیه ښارګوټي د منځني ښونځي زده کونکي د بیات بنیاد د خوراکي توکو له مرستو برخمن شول
دا ځل د کابل ښار د محمدیه ښارګوټي د منځني ښونځي زده کونکي د بیات بنیاد د قوي خوراکي توکوله مرستو برخمن شول.
دغه مرستې د بیات بنیاد د مرستیال حاجي محمد اسماعیل او د پوهنې د سیمه ییزو مسولینو په حضور کې وویشل شول.
د محمدیه ښارګوټي منځنی ښونځی چې د کابل ښار په لویدیځ کې پروت دی، له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د دغو توکو د ویش پر مهال په روان کال کې په مرکز او ولایتونو کې د دغه بهیر دوام ته اشاره وکړه.
“نن مو هم له شپږ زره خلطو زیات خوراکي توکي راوړي څو د دې ښوونځي ماشومانو ته یې وویشو چې دا خوراکي توکي د ماشومانو له پاره دي. زموږ د مرستو دا لړۍ به روانه وي او په نورو ښوونیځیو کې له ویش سربیره ولایتونو ته به هم دا مرستې ورسوو.“
د محمدیه ښارګوټي د منځني ښوونځي سرمعلم محمد آصف په اوسنیو شرایطو کې د قوي خوراکي توکو ویش د فکري ودې لپاره اړین بولي او په دې مرستو سربېره د دې ښوونځي له پاره د نورو اړینو مرستو غوښتنه هم کوي.
بیات بنیاد په تېرو دوو کلونو کې په دې توانیدلی چې په مرکز او ولایتونو کې کم وده او د خوارځواکي په ناورغي اخته ماشومانو ته له یوسلو پنځوس زره زیاتې خوراکي بستې وویشي.
د نړیوالو سازمانونو د شمېرو له مخې، دولس اعشاریه شپږ میلیون ماشومان هر کال خپل ژوند له لاسه ورکوي چې سم نیم یې په خوارځواکي اخته ماشومان دي.