د نوماندو پېژندنه

د محمد شفیق گل آًغا شېرزی لنډه پېژندنه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

< ![endif]–>

محمد شفيق، چې په گل آغا شېرزي مشهور دى د پلار نوم يې حاجي عبداللطيف او په ١٣٣٣ل کال د کندهار ولايت په بارکزيو کې زيږېدلى دى.

د گل آغا شېرزي کورنى نوم محمد شفيق دى؛ خو وروسته د پلار له لوري په گل آغا شېزري نومول شوى دى.


نوموړى په کندهار ولايت کې د مشرقي له ليسې فارغ شوى او وروسته يې په عالي دارالعمليمن کې زده کړې بشپړې کړي. شېرزى په ١٣٤٢ل کال کې د کندهار ولايت په مستوفيت کې په دنده وگومارل شو، له دې وروسته سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ او هلته يې هم دنده ترسره کړه.

نوموړى په کندهار کې جهادي قوماندان تېر شوى او د نجيب د حکومت په پرځولو کې يې له کندهاره ونډه اخيستې ده.

شېرزي څو ځله کوټې ته مهاجرت کړى او هملته يې آزاد کار و بار ترسره کړى دى.


د مجاهدينو د واکمنۍ پر مهال د کندهار والي وټاکل شو له هغه وروسته د فوايد عامې وزير او بيا يې د ترانسپورټ د وزير په توگه دنده سرته رسولې ده.

نوموړى په ١٣٨٥ل کال کې د ننگرهار د والي په توگه وټاکل شو، چې له هغې مخکې د کندهار والي و.

گل آغا شېرزي د راروان كال د ولسمشرۍ په ټاكنو كې ځان ولسمشرۍ ته نوماند كړى دى.
گل آغا شېرزى د جمال بابا په نوم يوه لويه تجارتي کمپنۍ لري، چې اوس هم د هېواد په ډېرو برخو کې فعاليت کوي.

گل شېرزى پخوا د محاز ملي گوند غړى و، په پښتو، دري ، اردو او انگليسي ژبو خبرې کولى شي.

Trending

Exit mobile version