تازه خبرونه

د محکمې له حکم پرته د افغانستان شتمني د لېږد وړ نده – سپینه ماڼۍ

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۲۸, ۱۴۰۰

سپینه ماڼۍ وايي؛ یوازې محکمه کولی شي، چې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د شتمنیو د ځانګړي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

د جوبایډن د پرېکړې په اړه له توندو غبرګونونو وروسته سپینې ماڼۍ ويلي؛ محکمه به د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان بانک د شتمنیو د تخصیص په اړه پرېکړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ویاندې د څرګندونو له مخې؛ دا پیسې تر هغه وخته پورې د لیږد وړ ندي، چې محکمې پرېکړه کړې نه وي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي د څرګندونو له مخې، د امریکا پرېکړه د افغانستان بانک د شتمنیو یوې برخې ته اجازه ورکوي، چې د افغانانو د ګټو لپاره ولګول شي.

ملګرو ملتونو غوښتنه کړې، چې افغانان باید خپلو دې شتمنیو ته لاسرسی پیدا کړي.

ملګرو ملتونو ټویټ کړی، چې د افغانستان اقتصاد ته باید نغدې پيسې وردننه شي. مونږ په پرلپسې توګه له ټولو حکومتونو او ښکېلو لوریو غوښتي، چې د افغانانو د ملاتړ لپاره لارې چارې ولټوي. یو څه رښتینې، د پام وړ او معنا لرونکي مرستې شوې دي. مونږ هر ډول هڅې کوو. مونږ به له بېلابېلو خواوو سره په خبرو اترو کې برخه واخلو او د افغانستان له خلکو سره به د اقتصادي ثبات او داسې ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړو، چې بشري حقونو ته درناوی ولري.

د مدني ټولنو د مجتمع پخوانی مشر عزیز رفیعي وایي: د درېیمې نړۍ د هېوادونو پر وړاندې د امریکا دغه ټولې له تېروتنې ډکې تګلارې د دې هېواد د عقدې له مخې دي، چې ان دتېر وخت د سړې جګړې پېر ته ورګرځي.

د امریکا ولسمشر پرېکړه کړې، چې د افغانستان بانک د ۷ میلیارد ډالرو زیرمو څخه ۳.۵ میلیارډ ډالر د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه او نیمې نورې له افغانستان سره بشري مرستو ته ځانګړې کړي.

Trending

Exit mobile version