سیمه ییز خبرونه

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت په عوايدو كې ۱۵ سلنه زياتوالى راغلى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت مسوولين وايي

د پوستي خدمتونو له اړخه  د روان كال په ۶ مياشتو كې د تېر كال د ورته مودې په تناسب مو عوايد ۱۵په سلو كې زيات شوي دي.

د مخابراتو او  معلوماتي تكنالوژي وزارت  مالي او اداري مرستيال وهاب الدين سادات وايي:

د تېر كال په شپږ مياشتو كي مو عوايد ۶۷ ميليون افغانۍ و؛ خو د سږ كال په شپږ مياشتو كې ۷۷ميليون افغانيو ته رسيدلى دى.

ښاغلى وهاب الدين سادات وايي:

له دې وروسته به پستي خدمتونه له افغانستان څخه د تركيې له لارې اروپا او امريكا ته تر سره شي. په داسې حال كې، چې مخكې دا خدمات د پاكستان له لارې تر سره كيدل.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې همدا اوس په ټول افغانستان كې ۴۳۶ پسته خانې فعالې دي.

د چارواكو په خبره هڅه يي دا ده، چې د دغو پسته خانو په شمېر كې زياتوالى راشي.

Trending

Exit mobile version