تازه خبرونه
د مخابراتو وزیر د خپلې دندې ځنډول د قانون خلاف کار ګڼي
حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده ځنډولې او په دې وزارت کې یې د فساد د تورونو څېړلو ته پلاوی ګمارلی؛ خو د مخابراتو وزیر وایي، په دې اړه ده ته هیڅ سند نه دی رسیدلی او دی برحال وزیر دی.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزارت تعلیق شوی وزیر عبدالرزاق وحیديڅرګندوي، چې څو ځله عدلي او قضایي ادارو ته تللی؛ خو ځواب یې نه دی تر لاسه کړی.
د نوموړي په وینا؛ د یوې میاشتې په تېریدو اوس هم زما د دندې د ځنډولو پر لامل پوه شوی نه یم. هر هغې، چې حکم راونه رسیږي؛برحاله وزیر به وم.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، چې د یو وزیر دا حال وي؛ نو د دې هېواد د اوسیدونکیو به څنګه وي !
نوموړی ټینګار کوي؛ هیڅ داسې سند نه شته، چې په مخابراتو وزارت کې فساد ثابت کړي او د مخابراتي مالیاتو پیسې بې ځایه لګیدلې وي. په داسې حال کې، چې د ده په وینا، د لګښت کارتونو او شرکتونو مالیات د مالیې وزارت ټولوي.
مخکې له دې ولسي جرګې اووه وزیران سلب صلاحیت کړي وه؛ خو حکومت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژي د وزیر دنده ځنډولې ده.
وبه لیدل شي، چې آیا د مخابراتو وزیر په فساد کې دخیل دی او یا دا، چې په ارګ کې د سیاسي ناندریو قرباني شوی دی.
خبریال: رفیع صدیقي