سیمه ییز خبرونه
د مخابراتو په برخه كې۲ ميليارد دالر پانگونه شوې
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزارت د معلوماتي او مخابراتي تكنالوژۍ په برخه كې د پانگونې د جلب او پراختيا په موخه له آيسا ادارې سره د همكارۍ هوكړه ليك لاسليك كړ.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير اميرزى سنگين وايي، چې تراوسه په دې برخه كې دوه ميليارد دالر پانگونه شوې او هيله ده، چې بانكداري، ترانسپورتي، روغتيايي او د پوهنې برخې له انترنيتي او مخابراتي تكنالوژۍ سره ونښلول شي.
نوموړى هڅه كوي، چې معلوماتي تكنالوژي گاونډ هېوادونو ته وليږدوي.
د ده په وينا، سمد لاسه په هېواد كې ۱۴۰ شركتونه مخابراتي او انترنيتي خدمتونه وړاندي كوي چې په شپږو برخو كې فعاليت كوي.
له پانگونې څخه د ملاتړ ادارې رييس وفى الله افتخار وايي:
په راتلونكې كې به د مخابراتي تكنا لوژۍ په برخه كې د پانگونې لپاره ډېره پاملرنه وشي.
ياده دې وي، چې په تېرو لس كلونو كې د پام وړ پرمختگ شوى، چې په اقتصادي وده او كار موندنه كې يې ښه پايله وركړې ده.