تازه خبرونه
د مخابراتي شبكو له جوړيدو سره حكومتي بنسټونه هم پياوړي كيږي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
افغان ولسمشر حامد كرزي د يوې مخابراتي شبكې د پرانيستې په مراسمو كې وويل:
په هېواد كې پانگونې د كاري زمينو د برابرولو سبب گرزي.
افغان ولسمشر حامد كرزى وايي، د تكنالوژي پرمختگ به په دولتي بنسټونو كې د بيروكراسۍ د ودې مخه ونيسي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژي وزير اميرزى سنگين وايي، ژر به د دې شبكې پوښښ سراسري شي او افغان وگړيو ته به د چټك انترنت آسانتياوې برابرې كړي.
د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ د وزارت د مسوولينو په وينا، په روان كال كې دې وزارت ۶۰ ميليون دالر عايد درلود او دا شركت هم د وزارت له پانگې څخه جوړشوى دى.