سیمه ییز خبرونه
د مخالفينو له خوا په ځانمرگو بريدونو كې د واټر جيل په نوم مواد كارول كېږي
په كابل كې د ملي امنيت مسئولين وايي، چې وسله والو مخالفينو د څو ډوله كيمياوي موادو له يو ځاى كولو د واټر جيل په نوم ځواكمن چاودېدونكي جوړوي.
د ملي امنيت په وېنا كابل كې په وروستيو ځانمرگو بريدونو او هغو واسكټونو كې، چې دوى په كابل كې له ځانمرگو سره يو ځاى نيولي دي، نوموړي مواد كارول شوي دي.
ملي امنيت په دې باور دى، چې د وسله والو طالبانو له وړتيا لرې ده، چې هغوى دغه ډول بريدونو تنظيم كړي.
په كابل كې په دوو مهمو ځايونو د وسله والو مخالفينو له ډله ييزو بريدونو وروسته ملي امنيت په كابل كې هغه شپږ كسيزه ډله ونيوله، چې د امنيت د مسئولينو په وېنا په كابل كې يې په همغږي ډول په څو ځايونو د بريدونو نيت درلود.
د ملي امنيت د وياند مرستيال شفيق الله طاهري وايي:
له دغو ځانمرگو بريدگرو سره په نيول شويو ځانمرگو واسكټونو كې د واټر جيل په نوم يو ډول خطرناك او ځواكمن چاودېدونكي توكي، چې د تخريب وړتيا يې زياته ده، كارول شوي دي.
د ملي امنيت د وياند مرستيال په وېنا د دوى د معلوماتو له مخې د افغانستان له زندانونو خوشې شوي طالب زندانيان بېرته له خپلو وسله والو ډلو سره يو ځاى شوي دي.
په كابل او يو شمېر ولايتونو كې د ځواكمنو چاودنو او تنظيم شويو بريدونو ته په كتو د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي، چې طالبان او ملايان د دغه ډول بريدونو د تنظيم وړتيا نلري.
د ملي امنيت د وياند په وېنا په دغه ډول بريدونو كې د استخباراتي كړيو او القاعدې شبكې لاس دى.