سیمه ییز خبرونه

د مدني ټولنو بنسټونو دې د ټاكنو د نظارت په برخه كې بې پرې عمل وكړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنو د خپلواك كميسيون چارواكي له مدنې ټولنو غواړي، چې د راتلونكو ټاكنو په نظارت كې دې بې پرې عمل وكړي، د دغه كميسيون چارواكي وايي، تر اوسه ۱۲۰ پنسټونو د ټاكنو د نظارت لپاره نوم ليكنه كړې او تمه كېږي، چې د ټاكنو په ورځ به شاوخوا درې سوه كورنۍ او بهرني ناظران له دغو ټاكنو څخه نظارت وكړي.

افغانستان به تر راتلونكو یو نوې ورځو پورې د ولسمشريزو ټاكنو شاهد ووسي، د ټاكنو د شفافيت د ضمانت لپاره د ياد بهير څخه څارنه يو اړين كار بلل كېږي.

د ټاكنو خپلواك كميسيون هم له ټاكنو څخه پر جدي نظارت ټينګار كوي او د مدني ټولنو له بنسټونو غواړي، چې د ټاكنو د نظارت په برخه كې بې پرې عمل وكړي، د دغه كميسيون ویاند نور محمد نور وايي:

تر اوسه د ټاكنو د نظارت لپاره يو سلو شلو بنسټونو نوم ليكنه كړې او تمه كېږي، چې د ټاكنو تر پېل پورې به شاوخوا درې سوه كورني او بهرني ناظران له دغه بهير څخه نظارت وكړي.

د ولسي جرګې غړى ناهيد هم د ټاكنو د خپلواك كميسيون او د نظارت كوونكو پر بې پرې والي ټينګار كوي او وايي، دا كار د ټاكنو د شفافيت لپاره اړين دى.

په همدې حال كې د خط نو په نوم يو بنسټ د دې له امله اندېښه لري، چې د افغانستان او امريكا تر مېنځ د امنيتي تړون پر سر كړكېچ به پر ټاكنو بده اغېزه وكړي، د دغه بنسټ رئيس فهیم صدیقي د ټاكنو لا ښه  نظارت لپاره د ټاكنو خپلواك كميسيون ته شاوخوا دوه زره ځوانان ورپېژندلي دي.

راتلونكې ولسمشريز او د ولايتي شوراګانو ټاكنې په پام كې ده د ۱۳۹۳ كال د وري په شپاړسمه تر سره شي، تر اوسه په شرايطو برابر درې عشاريه څلور ميليونه افغانانو د رايو نوي كارتونه تر لاسه كړي دي تر څو د ټاكنو په ورځ په دغه بهير كې ګډون وكړي او خپل راتلونكى ولسمشر وټاكي.

Trending

Exit mobile version