سیمه ییز خبرونه
د مدني ټولنو د مخكښانو په درېيمه ناسته كې دولت ته ۵ طرحې وړاندې شوې
د مدني ټولني فعالانو په ملي سطحه د سياسيتونو او حق غوښتنې د اصلاح لپاره پېنځه پشنهادي طرحې دولت ته وړاندې كړې دي.
د پنجشنبې په ورځ(د تلې ۳) د پيشنهادي اسنادو د وړاندې كولو او د پاليسو د اصلاح درېيمه غونډه جوړه شوه، چې د امريكا پرمختيايي ادارې يا (يو اس اې آى ډي ) له خوا يې ملاتړ كيږي . په دې ناسته كې د مدينې ټولنې غړيو، د ولسي جرگې غړيو او يو شمېر دولتي چارواكو برخه درلوده .
د مدني ټولني فعاله اناهيتا محبوب وايي:
مدني ټولني په دغه طرحو كې د پوهنې ، روغتيا ، د ښځو د پياوړتياو ، د ځونانو، ديموكراسۍ، حكومت دارۍ، د اقتصادي او ټولنيزو پراخيتاوو په برخه كې ستونزې څېړلي او خپل وړانديزونه يې دولت ته وړاندې كړي دي.
د مدني ټولنې فعال نجيب الله ساپى وايي:
ښوونځيو ته لږ لاسرسي، د كمزوري تعليمي نصاب پلي كول او د پوهنې په باب د خلكو لږ پوهاوى هغه ستونزې دي، چې د پوهنې په برخه كې ورته نغوته شوې، همدا راز د روغتيا په برخه كې شته ستونزې په لاندې ډول دي، روغتيايي خدمتونو ته لږ لاسرسى، ټيټ او بې كيفته درمل.
د مدني ټولنو فعالان وايي، چې د دوى د طرحو تر پلي كيدو پورې به خپلو دا ډول غونډو ته دوام وركړي.
په دغو برخو كې د شته ستونزو اوارول او د مدني ټولنې د رول پياوړي كول د دغه كنفرانس موخه بلل شوې ده.