سیمه ییز خبرونه

د مدني ټولنې فدراسيون د يو پلاوي په مشرۍ د هلمند له حالاتو ارزونه كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هلمند ولايت د حالاتو ارزونه د هغه اتلس كسيزپلاوي د درې كميټو لخوا ترسره كيږي، چې نوموړي ولايت ته په سفرتللى دى.

د نوموړي پلاوي مسوولين وايي، چې:

په دې ولايت كې به د درې ورځو په بهير كې له بېلابېلو مدني ټولنو، بنسټونو او دولتي اداروڅخه ليدنه وكړي.

د مدني ټولنې د فدراسيون رييس صديق منصورانصاري د شنبې په ورځ(د سلواغې۱۴) د يو ۱۸ كسيز پلاوي په مشرۍ په هغه غونډه كې، چې په همدې موخه د دې ولايت د چارواكو، ديني عالمانو او سلگونه اوسيدونكيو په گډون جوړه شوې وه وويل، چې:

په راغلي پلاوي كې د ولسي جرگې د بېلابېلو كميسيونونو، په كابل كې د مدني ټولنې او د خبريالانو د ټولنې ځينې استازي برخه لري، چې د درې كميټو له لارې به د دې ولايت په بېلابېلو ادارو كې د روانو حالاتو ارزونه وكړي.

انصاري په بشپړ ټينگار په ډاگه كړه، چې:

د ملي شورا د استازيو او مشرانو سره په همغږى او مشرۍ پر داسې يوې تابلو كار وكړو، چې موږ بېرته  له جگړې مخكې حالاتو ته بوزي.

د نوموړي په وينا:

هڅې مو دادي، چې ځوانان وهڅول شي، چې د ټولنې د جوړښت لپاره سياسي مبارزه پيل كړي او په هېواد كې د تلپاتې سولې لپاره كوټلي گامونه پورته كړي.

په دې غونډه كې د هلمند د خلكو ځينو استازيو او د مدني ټولنو غړيو وويل، چې:

دا مهال هېواد تر فرهنگي يرغل لاندې دى او تر ډېره  ورته د بدلون زمينه غږيزو او تصويري رسنيو برابره كړې او كه دا لړۍ دوام وكړي د هېواد  لرغوني فرهنگ ته به دروند زيان واړوي.

دوى له دولت او مدني ټولنو څخه غوښتنه وكړه، چې د هېواد  د اصلي فرهنگ په غوړيدو كې ډېرې هڅې ترسره كړي.

Trending

Exit mobile version