سیمه ییز خبرونه

د مدني ټولنې كمېټه: د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر ټاکل شوو كمېشنرانو له وړاندې جوړ جاړی شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان كې د مدني ټولنې كمېټه وايي، د ټاكنو د خپلواك كميسيون لپاره د غړو د غوراوي په كمېټه كې د مدني ټولنې د غړي نه شتون د دغي كمېټي پرېكړي تر پوښتني لاندي راوستي دي. د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمېټه ادعا کوي، چې دوی خپل استازی د غوراوي کمېټې ته ور پېژندلی و، خو د چارو اداره د يوه استازي  په مخنيوي كي لاس لري او دا يي د دوی لخوا يو تو طيه وبلله.

د افغانستان د مدني ټولنو غړي هر یو ازریون متین، باري سلام او حمید ځاځی د غوراوي پر كمېټې او د چارو پر ادارې نيوكه كوي، چي د غوراوي  په كمېټه كې يي د مدني  ټولنې د غړي مخنيوى كړى دى.

دوی دا يوه توطيه بولي او د مدني ټولنې له استازي پرته د غوراوي د كمېټې پرېكړې تر پوښـتنې لاندې راولي.

د مدني ټولنو دغو غړو همداراز ادعا وكړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته پر ټاکل شوو كمېشنرانو  له وړاندې جوړ جاړی شوی او په نمایشي ډول یې دغه پروسه ورته جوړه کړې وه.

دوی له ولسمشر څخه غوړاي، چې په دې پروسې څارنه وكړي او سمون په كې راولي، خو د غوراي كمېټي غړى قاضي ګل رحمن  بيا د دوی دا څرګندونې ردوي او وايي، مدني ټولنه په خپله ونه توانېده، چې دوی ته خپل استازى ور وپېژني.

د مدني ټولنو د ګډې همکارۍ کمېټه، چې ويل كېږي د سلګونو مدني او بشري بنسټونو له ملاتړ برخمنه ده وايي، د غوراوي په کمېټه کې د دوی د استازي نه شتون د دغې کمېټې کارونه تر پوښتنې لاندې راوستې دي.

د غوراوي كمېټه شپږ غړي لري، چې يو يي د مدني ټولنې استازى دى، خو دغې كمېټې د مدني ټولنې له استازي پرته د ټاكنو د خپلواك كميسيون لپاره د كمېشرانو د ټاكلو نوملړ ولسمشر ته ولېږه، چې ولسمشر  د دوشنبې په ورڅ ( د زمري ۷ ) له همدې اووه ويشت كسيز نوملړ څخه نهه تنه د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كمېشنرانو په توګه وټاكل.

Trending

Exit mobile version