سیمه ییز خبرونه
د مرغومې په ۲۵ نېټه به د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د امنيتي تدابيرو ليست وسپارل شي
د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې د مرغومي پنځه ويشتمه نېټه د امنيتي بنسټونو لپاره وروستۍ نېټه ده تر څو د امنيتي تدابيرو وروستى ليست دغه كميسيون ته وسپاري، د ټاكنو د خپلواك كميسيون وياند د رايې وركولو د اووه زرو مركزونو د امنيتي تدابيرو فهرست ځنډ خواشينونكۍ بولي.
څومره، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته نږدې كېږو همدومره د دغو ټاكنو د امنيت د څرنګوالي په باب اندېښنې زياتېږي.
ټاكنو ته شاوخوا درې مياشتې پاته دي، خو د امنيت په باب اندېښنې ورځ تر بلې زياتېږي، د ټاكنو خپلواك كميسيون شاوخوا ديارلس مياشتې وړاندې د رايې وركولو د اووه زرو مركزنو ليست امنيتي بنسټونو سره شريك كړى وو تر څو امنيتي تدابير ورته ونيول شي، په پام كې وه امنيتي بنسټونه د مرغومې تر پنځلسمې نېټي پورې په دې باب د ټاكنو كميسيون ته ډاډ وركړي، خو په ټاكلې نېټه ورته كار تر سره نه شو.
په پام كې ده امنيتي بنسټونه د مرغومې تر پنځه ويشتمې نېټې پورې د رايې وركولو د اووه زرو مركزونو د امنيتي تدابيرو ليست د ټاكنو له كميسيون سره شريك كړي.
په همدې حال كې د ټاكنو د كميسيون ویاند نور محمد نور دغه نېټه د امنيتي بنسټونو لپاره وروستى نېټه يادوي.
بل خوا د كورنيو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ډاډ وركوي، چې د مرغومې په پنځه ويشتمه نېټه به د ټاكنو خپلواك كميسيون ته د امنيتي تدابيرو ليست وسپاري.
په پام كې ده راتلونكې ولسمشريزې ټاكنې د راتلونكې كال د وري په شپاړسمه نېټه تر سره شي، خو دا چې دا بهير به په كومو شرايطو كې تر سره كېږي دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به ورته ځواب ووايې.