تازه خبرونه

د مرمرو ډبرو صنعتکاران له خپلو ستونزو سر وټکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مرمرو ټو لنی د عامل پلاوي رییس محمد انور حسینی ويلي، ورځ تربلی یی د کارونو په وړاندې ستونزې په زیاتیدو دي او څو ک نشته، چې د دوۍ غږ و اوري.
نومو ړی وايي؛ هیله مو د رلو ده، چې د نوي حکومت او د نويو وزیرا نو په را تلو به مو ستونزي حل شي، خو ورځ تربلی په زیاتیدو.
دي د ټول هېواد په کچه د مخالیفینو، محلی زورواکانو او په اړوند ادارو کي د پیسو اخستل هغه ستونزي بولي، چې دوۍ ورسره مخ دي.
نوموړي په ډاگ کړه، چې:
د شته ستونزو د حل لپاره مو هڅه مو وکړه، چې د کانو نو وزارت له رهبرۍ سره خپلی ستونزي شریکی کړو؛ په روا نه میاشت کې پېنځه ځله د غه وزارت ته ولاړو، خو د رهبرۍ غړي یې را سره د خبرو لپاره نه دی حاضر شوي.
دغه پانگوال وايي، د مرمرو د کانو نو په ځینو برخو کې ور سره د کانونو وزارت له خوا تړونو نه شوي، چې د استخراج په برخه کي د نورو د ولتی ادارو له لوري یې مخنیوی کیږي.
دی زیاتوي:
تېر کال راسره د کانونو وزارت له خوا د کابل په ده سبز ولسوالۍ کی د مرمرو د کا ن تړون لاس لیک شو، چې اوس یی نه پیسې ورکړي او نه يې ستونزه حلوي او نه راته خپلې په ضمانت اخستی پیسی راکوی؛ حیران یو، چې څه وکړو.
د د غو خبرو د سپینا وي لپاره د کانو نو او پطرلیم وزارت څه نه دي ویلي.
د غه صنعتکاران خبر داری ورکوي، چې که د کانو نو وزارت د پانگوالو شته ستونزې د کانونو د تړونونو په اړه حل نه کړي، دوي به د خپلو کارخانو ورونه وتړي.
خبریال: اسلم حجاب.

Trending

Exit mobile version