تازه خبرونه
د مرکزي آسیا د نفت او ګازو چنایي شرکت په افغانستان کې د چارو د پراخېدو ډاډ څرګند کړ
په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ بلال کریمي د دې شرکت مشر ته د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کیدو په اړه خپل نظر وړاندې کړ.
په چین کې د افغانستان سفیر بلال کریمي د مرکزي آسیا د نفت او ګازو (CAPEIC) چنایي شرکت له مشر وین بن لې او مل پلاوي سره په کتنه کې د تېلو د استخراج پر روان بهیر خبرې کړې دي.
په بیجینګ کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د خبرپاڼې له مخې؛ بلال کریمي د دې شرکت مشر ته د قرارداد د ټولو مندرجاتو او بشپړ عملي کیدو په اړه خپل نظر وړاندې کړ.
د یاد شرکت مشر وین بن لي هم د یادې پروژې بشپړ عملي کیدل مهم و بلل او له خپل اړخه یې ورته د ډېرو هڅه ډاډ څرګند کړ.
نوموړي ويلي، چې په نږدې راتلونکې کې به هلته د یادې پروژې د چارو د ښه کېدو او پراخېدو لپاره د شاو خوا سل ميليون ډالرو پر ارزښت ماشینري او وسایل و رسوي، چې د پروژې چارې نورې هم ګړندۍ او پراخې شي.
وین بن لي زیاته کړې؛په پام کې ده، چې د افغان انجنیرانو د ظرفیتونو د ارتقا لپاره هم په چین کې مرحله وار د زدهکړو کورسونه جوړ کړي او په پای کې ورته په اړوند پوهنتونو کې د زده کړو زمینه برابره کړي.
