د هوا حالاتو بدلونونه
د مرکزي امریکا په توپان کې ۲۸ کسان مړه شوي
(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۱)
په مرکزي امریکا کې جولیا نومي توپان د ګواتیمالا او السلوادور هېوادونه له سختو بارانونو سره مخ کړي دي.
د راپورونو له مخې؛ دې توپان په ګواتیمالا کې ۱۴، په هندوراس کې ۴، په السلوادور کې ۹ کسان او په نیکاراګوا کې یو کس مړه کړي دي.
د جولیا توپان د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په نهمه د نیکاراګوا مرکزي کارابین سواحلو ته ورسید.
د امریکا د سمندري توپان ملي مرکز په وینا، د جولیا طوفان تر پرون پورې په یوه ساعت کې ۳۵ کیلومتره ته راکښته شوی دی.
په همدې حال کې دغه توپان د جمعې پر سهار په ساعت کې له ۴۰ کیلومتره چټکتیا سره پیل شو او د مرکزي امریکا او سویل ختیځ مکسیکو هېوادونه یې لاندې کړل.