پرمختګ او بشپړتیا
د مزارشريف په ښاركې د مالگې د توليد او پروسس كارخانې په فعاليت پيل وكړ
په ياده كارخانه كې د يو افغان سوداگرله خوا شاوخوا څلورميليون امريكايي ډالرپانگونه شوې، چې په څليريشتو ساعتونو كې ۴۸۰ ټنه مالگه توليدوي .
د يادې كارخانې چارواكى محفوظ الله فكور وايي، چې: دا د هېواد په شمال كې د مالگې د توليد او پروسس ترټولو لويه كارخانه ده، چې اوس مهال يې د دوه سوه كسانو لپاره د كار زمينه برابره كړې ؛ خو په راتلونكې كې به د يادې كارخانې له پراخيتا سره په دغه كارخانه كې د كاركوونكيو شمېر زرو كسانو ته ورسيږي .
د يادې كارخانې ټول ماشينونه او تجهيزات د هندوستان له هېواد څخه وارد شوي او د دغه هېواد د متخصصينو له خوا نسب او فعالت ته چمتو شوي دي.
ويل كيږي، چې د فارياب د مالگې له كان څخه د مالگې د تصفيې لپاره خام مواد د را واريديدو په حال كې دي.
د يادې كارخانې چارواكي وايي، چې:
د دغې كارخانې له پراختيا سره به د دوى د پانگونې كچه شاوخوا ۲۴ ميليون امريكايي ډالرو ته ورسيږي.