سیمه ییز خبرونه
د مزار شريف ناحيوي سړكونه قير كيږي
د مزارشريف ښاروالۍ د ښار په لس ناحيو كې د سړكونو د قير كولو لپاره څه باندې دوه سوه ميليون افغانۍ ځانگړې كړې دي.
مسولين وايي، د پراختيايي بانك د مرستو په صورت كې د مزار ښاوالي كولى شي، سږ كال ۴۰ كيلو متره سړك جوړ كړي.
د مزار شريف ښاروال محمد يونس مقيم وايي:
په پام كې ده، چې د روان كال په شپږ لومړيو مياشتو كې ۱۵ كيلو متره سړك په پاخه او اساسي ډول قير كړي، چې څه باندې دوه سوه ميليون افغانۍ لگښت به يې د ښاروالۍ له بوديجي برابر شي.
دى زياتوي، تېر كال يې هم د شاوخوا څلويښت كيلو متره سړك د قير كولو پروگرام درلود، چې كار يې نوي په سلو كې بشپړ شوى او د دغه سړك پر سر د دوه يم قير كار هم پيل شوى دى.
نوموړى دغعه راز وايي:
په نوې پروژه كې به د مزار شريف ښار ټولې ناحيې شاملې وي او اړتياوو ته په پاملرنه به په هره ناحيه كې سړكونه هم جوړ شي.
كه څه هم مزار شريف ښار په وروستيو لس كلونو كې د افغانستان د نورو سترو ښارونو په تناسب په اقتصادي او ټولنيزو برخو كې د پام وړ وده كړې؛ خو د خدماتي پرسونل د لږوالي او لږ بوديجې په دليل په كې د پاكولو كارونه هومره نه دي، چې تمه يې كيږي.