سیمه ییز خبرونه
د مزار شريف ښار اوسيدونكي د تودوخې لپاره له بېلابېلو وسايلو گټه اخلي
د مزار شريف ښار اوسيدونكي وايي، چې د ژمي په را نږدې كيدو، د خپلو كورونو د تودولو لپاره د تودوخې له بيلابيلو وسايلو گټه اخلي.
دوى وايي، برښنايي او گازي وسايلو ته لاسرسي د خلكو په ژوند كې آسانتياوې را منځته كړي؛ خو په ليرې پرتو سيمو كې اوس هم خلك له صندلي څخه په گټه اخيستنې خپلې خونې تودوي.
يو شمېر سپين ږيري وايي، په تېرو وختونو كې كه څه هم د ژمي په موسم كې د خلكو ژوند سخت و، خو مينه او وروگلوي يي كوله.
د دوى په وينا، په تېرو كلونو كې د ژمي پر مهال خلكو د خپلو كورنيو غړي د صندلۍ پر شاوخوا را ټولول اوږدې او سړې شپې يي په شعرونو او داستان ويلو سره تېرولې؛ خو اوس په ژوند كې آسانتيا او فكري بوختيا د دې سبب شوې، چې د دوستانو او د كورنيو د غړيو تر منځ مينه څه نا څه لږ شي.
د مزار شريف ښار يو شمېر اوسيدونكي وايي، كه څه هم برښنايي او گازي وسايلو د ژوند چارې ساده كړي؛ خو د پخوا په پرتله لگښتونه لوړ شوي دي.
يو شمېر خلك وايي، له دې وېرې، چې په ژمي كې د سون توكو بيې اوچتې نه شي، له پخوا يي دې موسم ته تياري نيولى دى.
په همدې حال كې ځينې خلك ژمى د غريبانو مرگ بولي، ځكه په وينا يې بېوزلي نه شي كولى ځانونه تاوده كړي او هيڅ راز امكانات نه لري.
يو شمېر بېوزلي ژمى تر خيمو لاندې تېروي او د ژمي سړه هوا د هغوى د ژوند ستر گواښ بلل كيږي.
د لرگيو او برښنايي بخاريو د پلورونكيو بازار هم په دې ورځو كې تود دى.
دوى وايي، خلك خپل اقتصادي حالت ته په كتو سره ډول ډول بخارۍ پېري.
كه څه هم د ژمي په موسم كې واورې او اورښتونه خلكو ته ستونزې را ولاړوي، خو دا هغه موسم دى، چې كروندگر په كې له خپلو ځمكو څخه په پسرلي او اوړي كې د ښو محصولاتو لپاره په تمه وي.