سیمه ییز خبرونه

د مزار شریف ښار په یوه مارکېټ کې د لسګونو زرو امريكايي ډالرو په ارزښت مالونه سوځېدلي دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر وايي، چې د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته د مولانا جلال الدين محمد بلخي پر سړک شپږ پوړيزه شهزاده مارکېټ بشپړ د اور خوراك شوى دى.

سمونوال قادري وويل، چې په دغه سوداګريز مارکېټ کې ډېری د غاليو او برېښنا د سامانونو پلورنځي دي. د اور لمبې خورا زورورې وې، چې اطفائيه يې په مړه کولو نه ده بريالۍ شوې.

د دغه مارکېټ هټۍ وال (دوكانداران) وايي، چې په هټیو كې يې د لسګونو زرو امريكايي ډالرو په ارزښت غالۍ او نور مالونه سوځېدلي دي.

دغه هټۍ وال همدارنګه زیاتوي، چې د برېښنا مسئولين برېښنا په معياري توګه نه وېشي، چې له همدې كبله شارتي كوي او داسې پېښې رامنځته كېږي.

تر دې مخكې په يوه بل خصوصي شركت كې اور لګېدلى وو، چې د دغه شركت ټول وسايل، چې اووه سوه زره ډالره ارزښت يې درلود، وسوځېدل.

Trending

Exit mobile version