سیمه ییز خبرونه
د مسئوليتونو د لېږد بهير به د افغانانو په اقتصادي حالت ناوړه اغېزه وكړي
په افغانستان كې د ملگرو ملتونو سازمان اندېښنه څرگندوي، چې له دغه هېواده د نړيوالو پوځونو له وتو وروسته به د افغانانو اقتصاد نور هم د خرابۍ خوا ته ولاړ شي.
ملگري ملتونه زياتوي، چې همدا اوس په افغانستان كې د بشري مرستو لپاره څه كم پنځه سوه ميليون ډالرو ته اړتيا ليدل كيږي.
په افغانستان كې د بشري مرستو د همغږۍ په برخه كې د ملگرو ملتونو دفتر وايي:
افغانانو ته د مسئوليتونو د لېږد بهير به د افغانانو په اقتصادي حالت ناوړه اغېزه وكړي.
د دغه دفتر رئيس مارك بوردن وايي:
په ۲۰۱۳ كال كې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د ژمنه شويو مرستو سربېره، د بشري مرستو لپاره ۴۷۱ ميليون ډالرو ته اړتيا ليدل كېږي.
د هغه په وينا تېر كال هغه كسان، چې بشري لومړنيو مرستو ته يې اړتيا درلوده، دوى ايله توانېدلي، چې په سلو كې پنځوسو ته بشري مرستې ورسوي.
افغان حكومت پر نړيواله ټولنه غږ كوي، چې د هغو څلور سوه يو اويا ميليون ډالرو مرسته ورسره وكړي، چې ملگرو ملتونو يې په افغانستان كې اړتيا ليدلې ده.
د افغانستان د كليو د بيا رغونې او پراختيا وزير ويس احمد برمك تمه وښوده، چې نړيواله ټولنه به د اړتيا وړ پېسو يوه زياته اندازه له افغانستان سره مرسته وكړي.
ويل كېږي په ۲۰۱۱ ميلادي كال كې ملگرو ملتونو په افغانستان كې نهه سوه ميليون ډالره په بشري مرستولگولي، چې دا رقم په ۲۰۱۲ ميلادي كال كې ۴۷۸ ميليون ډالرو ته را ښكته شوى و.
ملگري ملتونه د سږ كال لپاره هم په افغانستان كې د بشري مرستو لپاره څلور سوه يو اويا ميليون ډالرو ته د اړتيا وړاندوينه كوي.
