سیمه ییز خبرونه
د مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ پرمخ روانه ده
د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران وايي، د افغان ځواكونو د وړتيا لوړېدو د امنيتي مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ كړې ده.
ولسي جرگې د ملي دفاع او كورنيو چارو وزيران د امنيتي مسئوليتونو د لېږد د څلورم پړاو د معلوماتو لپاره عمومي غونډې ته ور بللي وو.
د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي او د كورنيو چارو وزير مجتبى پتنگ غونډې ته وويل:
افغان امنيتي ځواكونه پياوړي شوي او د مسئوليتونو د لېږد پروسه بريالۍ پرمخ روانه ده.
په همدې وخت كې د ملي دفاع وزير زياتوي، چې ملي اردو د هوايي ځواك، استخباراتو په برخو كې لاهم له ستونزو سره مخ ده.
نوموړى له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغان پوځ په اړوند راپورته شوې اندېښنې بېځاېه بولي او زياتوي، چې افغان پوځ به پر خپل ځاى وي او د هېواد امنيتي چارې به سمبالوي.
ويل كېږي، چې له افغانستان څخه پنځوس زره نړيوال سرتېري وتلي دي.