1393ټاكنې

د مستندو شکايتونو له ډلې ٨٧٠ يې کولى شي د ټاکنو پر پايلو اغېز ولري

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون اعلام وکړ، چې د مستندو شکايتونو له ډلې ٨٧٠ يې په لومړۍ کتګورۍ کې راځي، چې کولى شي د ټاکنو پر پايلو اغېز ولري.

د دغه کميسيون وياند نادر محسني د یکشنبې په ورځ ( د وري په ۲۴ ) يوې خبري غونډې ته وويل:

تر اوسه يې ١٨٩٢ موارد ليکلي او مستند شكايتونه ثبت كړي دي. په همدې وخت كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون پر كاركوونكو هم لسګونه شكايتونه شوي دي.

د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو په باب ۱۱۱۷مورده شكايتونه له دغه كميسيون سره ثبت شوي دي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د مسئولينو په وېنا له دوى سره د ثبت شويو شكايتونو له ډلې ۸۷۰ مورده داسې دي، چې د ټاكنو پر پايلو اغېز كولى شي.

دغه راز ۳۳۸ شكايتونه د ولسمشرۍ د كانديدانوپه باب شوي دي، ۵۳۷ نور بيا د ولايتي شوراګانو د كانديدانو په باب شوي دي.

په ټوله كې ۱۸۹۲ شكايتونه د ټاكنيزو شكايتونو له كميسيون سره ثبت شوې دي، چې يوازې ۷۵ يې څېړل شوې دي.

بلخ، هرات او نورستان هغه ولايتونه دي، چې د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون د ویاند نادر محسني په وېنا پكې ډېرې درغلۍ شوې دي.

ټاكل شوې، چې د غويي په څلور ويشتمه د ولسمشريزو ټاكنو وروستۍ پايلې اعلان شي.

Trending

Exit mobile version