تازه خبرونه
د مسلمانو عالمانو اتحادیه په افغانستان کې روان تاوتریخوالي له اسلام سره په ټکر کې بولي
د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې د چارشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۵ 6) له په اسلامي عالمانو غوښتي، چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار وکړي او د افغانانو امنیت خوندي کړي.
د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادیې په یوه اعلامیه کې له ټولو دیني عالمانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د وینو تویېدو او په دې هېواد کې د ثبات لپاره کار وکړي.
دغو دیني عالمانو موخه ییزې وژنې غندلې او وایي، چې د دیني عالمانو وزل به د افغانستان او سیمې راتلونکي لپاره ناوړه پایلې ولري.
اتحادیې زیاته کړې، چې روان تاوتریخوالی او د ملکي وګړیو وژنه په اسلام، نړیوال قانون او عنعنوي ژوندانه کې منع شوي دي.
دغه اتحادیه د دیني عالمانو، روڼ اندو، شنونکو او مخالفانو وژنه غندي.
دغه ټولنه وايي: اتحادیه دا وژنې د قربانیانو او افغانانو پر وړاندې جرم او تېری او په مسلمانانو او اسلام برید ګڼي.
څو ورځې مخکې د افغانستان د اصلاح ټولنې د مشرتابه کمېټې مشر محمد عاطف په کابل کې پر چاودیدونکي برید ووژل شو.
عاطف له مرګ منخې ویلي وه، چې د طالب بندیانو له خوشې کیدو سره سره په هېواد کې تاوتریخوالی کم شوی ندی.
