تازه خبرونه

د مسوولانو ځان او مقام له مسوولیت لوړ ندی – سراج الدین حقاني

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني زیاته کړې: مسوولیت ستر امانت دی، چې باید پر اخلاص، عاجزۍ او د الله تعالی د رضا په پام کې نيولو سره ترسره شي.

Published

on

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي د غزني امنیه قومندانۍ مسوولانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د جوړې شوې ناستې په پرانیست‌غونډه کې ویلي: د مسوولانو مقام له مسوولیت لوړ ندی.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې: د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني زیاته کړې: مسوولیت ستر امانت دی، چې باید پر اخلاص، عاجزۍ او د الله تعالی د رضا په پام کې نيولو سره ترسره شي.

نوموړي د نظام او ملت ترمنځ وحدت او واټن د مخنیوي لپاره د سیمه‌ییزو مسوولانو او مجاهدینو چلند او مسلکیتوب ارزښتمن وباله او د اسلامي نظام د وقار ساتنې لپاره يې د دوی پر ښه او مسلکي چلند ټينګار وکړ.

سراج الدین حقاني د اداري او مسلکي زده‌کړو پر اړتیا د ټینګار تر څنګ زیاته کړې؛ د تېروتنو د مخنیوي لپاره باید د مسلکي توب او ظرفیت لوړولو هڅو ته لومړیتوب ورکړ شي.

ویل کیږي، چې د غونډې ګډونوالو ژمنه کړې، چې د خپلو دندو د ښه ترسره کولو لپاره به د مسلکيتوب او اخلاقو معیارونه په پام کې نیسي او د ولس خدمت به د خپلې اصلي دندې په توګه ترسره کوي.

Trending

Exit mobile version