تازه خبرونه

د مسو عینک کان د تړون نه عملي کیدل او د آثارو تالان پاملرنه غواړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسي جرګې غړي د لوګر د مسو عینک کان د تړون پر نه عملي کیدو او د کان په اړوند سیمو کې د تاریخي آثارو پر تالان اندېښمن دي.

ولسي جرګې د کانونو، اطلاعاتو او فرهنګ او د کورنیو چارو وزارتونو مسوولین د لوګر مسو عینک د کان پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه استجواب کړي وه.

د ولسي جرګې د دیني، فرهنګي او لوړو زدکړو کمیسیون رییس  کمال ناصر اصولي د ملي پانګې پر لوټ او تالان اندېښنه ښکره کړې او وایي، د هېواد ملي پانګه لوټ او تالان کیږي او د میسو عینک کان هم پایله نه ده لرلې.

د نوموړي په وینا؛ د مسو عینک په اړوند سیمه کې لرغونی ښارګوټی راسپړل شوی، چې میلیونونه دالر ارزښت لري؛ خو پر آثارو یې تالان ګډ دی او حکومت هم ورته پاملرنه نه کوي.         

په ولسي جرګه کې د بغلان استازی رمضان جمعه زاده د کانونو پر سیاسي کیدو اندېښنه ښيي او پوښتي، چې آیا د میسو عینک موضوع سیاسي ده او که اقتصادي او آیا امریکا له پانګونې داسې اندېښنه لري، چې دا پروژه په بنسټیزه توګه نه پلې کیږي.       

د کانونو او پترولیم وزارت د پالیسۍ مرستیال احمد جاوید سادات وایي، د عینک د مسو کان په تړون کې ستونزې شته او د دې پروژې ژمنې په بشپړه توګه عملي شوې نه دي.

هغه زیاتوي؛ د میسو عینک تړون لومړنی ستر تړون و، چې لاسلیک شوی دی او په اړه یې مخکینۍ تجربه هم نه وه. د تړون له مخې باید میلیونونه دالر سپارل شوي وه او هم د میسو د ویلي کولو د فابریکې جوړول په نظط کې نیول شوي وه، چې یو کار هم نه دی شوی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست عبدالرسول باوري وایي، مونږ تر دې دمه د میسو عینک له سیمې ۱۳۰۰ تاریخي آثار رالیږدولي، چې بشپړې پاملرنې ته اړتیا لري.       

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال مراد علي مراد وایي، مونږ د میسو عینک لپاره بشپړ امنیتي تدابیر لرو؛ وسلوال مخالفین نشي کولی د دغه کان امنیت ګډوډ او ستونزمن کړي. که څه هم دوه ډلو دوه ځلې بریدونه کړي؛ خو شاتګ ته اړ شوي دي.       

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې د هېواد کانونه د افغانستان د خلکو اصلي پانګه ده او حکومت دې داسې تګلاره تعقیب کړي، چې په هېواد کې د کانونو ناقانونه کېندنې او ناوړه ګټه پورته کول ودریږي.

د میسو عینک کان د سپړلو تړون له یوه چینایي شرکت سره څو کاله مخکې لاسلیک شوی؛ خو دغه تړون په بشپړ ډول نه دی پلی شوی.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version