International Sports

د مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد

سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.

Published

on

لېونل مسي یو ځل بیا په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالیو کې غوره وځلېد او پخپل شپږم ګول یې ارجنټاین د اردن پر وړاندې ۳ ـ ۱ نه یوازې بریا ته ورساوه، بلکې لوبډله له ډله‌ییز پړاو هم بریالۍ ووتله.

سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.

ارجنټاین د مسي لوبې ته له داخلېدو مخکې هم پر لوبه بشپړ برلاسی و. جیوواني لو سیلسو په نولسمه دقیقه کې د آزاد ګوزار له لارې لومړی ګول وکړ او ورپسې لاوټارو مارټینز د ویډیويي مرستندویه پرېکړې (VAR) له تائید وروسته د پنالټۍ دوه‌یم ګول هم وواهه.

اردن د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د موسی التماري پر ګول یو ګول بېرته جبران کړ؛ خو ارجنټاین بیا هم پر لوبه واکمن پاتې شو او مسي د لوبې په وروستیو لس دقیقو کې پخپل ګول د خپلې لوبډلې بریا نوره هم پیاوړې کړه.

له دې بریا سره ارجنټاین له درې لوبو د بشپړو ۹ امتیازونو پخپلولو د خپلې ډلې په سر کې ځای ونیو. مسي د ډله‌ییز پړاو په ټولو درې لوبو کې ګولونه وهلي او د غوره ګول‌وهونکي د نوماندانو له مخکښو لوبغاړو ګڼل کېږي.

ارجنټاین به د یو‌شپاړسم پړاو په سیالۍ کې له کېپ ورډ سره مخامخ شي؛ هغه لوبډله، چې له تمې پورته لوبو پر مټ یې د وروستیو ۳۲ لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

Trending

Exit mobile version