تازه خبرونه

د مسکو ناستې په افغانستان کې د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۳۹۹)

د مسکو ناستې ګډونوالو د پنجشنبې پر ورځ( د کب ۲۸)  یوه ګډه اعلامیه خپره کړه او په افغانستان کې یې د جګړې پر پای ته رسولو او ملي پخلاینې ټینګار څرګند کړ.

د مسکو په ناسته کې برخه اخیستونکي هېوادونو د روسیې، چین، امریکا او پاکستان په ګډون د پنجشنبې پر ورځ یوه خهبرتیا خپره کړه، چې په هیواد کې د عادلانه سولې لپاره د افغانانو د غوښتنې پر پوره کولو ټینګار کوي.

د مسکو ناسې برخوالو په اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ په افغانستان کې تلپاتې سوله یوازې د سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو له لارې شونې ده.

په اعلامیه کې راغلي: مونږ په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړو، چې په دې هېواد کې اورکم کړي او پر طالبانو غږ کوو، چې د ځاني زیانونو د مخنیوي او د سیاسي جوړجاړي لپاره له پسرلنیو بریدونو ډډه وکړي او د خبرو لار خپله کړي.

د مسکو په ناسته کې برخه اخیستونکیو هېوادونو په افغانستان کې د خپلمنځي خبرو له دواړو خواوو وغوښتل، چې په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د شرایطو د رامنځته کولو او د سیاسي لارې نقشې پر ګډون بنسټیزې خبرې پیل د ټولګډونه حکومتي کابینې تشکیل رامنځته کړي.

په خبرپا ڼه کې راغلي: په دې نازک وخت کې څلور هېوادونه (روسیه ، چین ، متحده ایالات او پاکستان) له افغان ګوندونو خبرو اترو ته راودانګل او د سولې هوکړه لاسلیک وکولذ غواړي، چې په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه پای ته ورسوي.

د دې اعلامیې له مخې: لکه څنګه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۱۳ پرېکړه لیک کې څرګنده شوې؛ مونږ د افغانستان د اسلامي امارت له بیارامنځته کېدو ملاتړ نه کوو او له افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملي پخلاینې عالي شورا غواړو، چې په ښکاره له طالب ملګرو څخه وغواړي، چې د خبرو د کړنلارې په رامنځته کولو کې ورسره همکاري وکړي.

دغه راز په اعلامیه کې ټینګار شوی: اعلامیې د افغانستان پر امنیت او له دې هېواد سره مرستو ته ځاګړې پاملرنه کړي. موڼږ له ټولو افغانانو د حکومت او طالبانو په ګډون دا ډاډ غواړو، چې ترهګري ډلې، اشخاص او افراد به د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ نه پېښوي.

د غونډې برخوالو په خپله اعلامیه کې په ډاګه کړې؛ د سولې تړون باید د ټولو افغانانو د ښځو، سړیو، ماشومانو، د جګړې د قربانیانو، قومي لږکیو په ګډون د خپل هېواد خلک ټولنیزې، سیاسي او اقتصادي ودې، پراختیا او پرمختګ ته وهڅوي.

د مسکو ناسته یوه له هغه دوه ناستو ده، چې د افغانستان د سولې لپاره پلان شوې او په راتلونکې اوونۍ کې به یې بله په ترکیه کې جوړه شي. دا دواړه ناستې د امریکا لخوا پر ښکېلو خواوو د نوي فشار یوه بڼه ده، چې دواړه جنګي اړخونه روان ۲۰ کلنه جګړه ودروي او سیاسي حل ومومي.  

د مسکو په ناسته کې د روسیې، چین، امریکا او پاکستان پر استازیو سربېره د افغانستان ښکېلې خواوو، ګوندونو، د قطر او ترکیې استازیو هم برخه اخیستې وه.

Trending

Exit mobile version