تازه خبرونه

د مسکو ناستې په څنډه کې به هند، روسیه او ایران د افغانستان پر وضعیت وغږیږي

Published

on

د افغانستان په اړه د مسکو د څلورم پړاو ناسته نن چارشنبه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیلیږي.

تمه ده، چې هند، روسیه او ایران به د دغې ناستې په څنډه کې د سلا مشورو بېلابېلې غونډې ولري.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د دغو درې هېوادونو ځانګړي استازي به د خپلو اړوند هېوادونو پر ګډو اندېښنو تمرکز وکړي.

کرملین د روانې میاشتې په پیل کې تائید کړې وه، چې په مسکو کې به د چین، هند، پاکستان، قزاقستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړي استازي سره وګوري.

طالبان دغې غونډې ته بلل شوي ندي؛ خو د افغانستان په اړه دغه راز ناستو ته تل هیله من پاتې دي او ډاډ  څرګندوي، چې افغانستان د هیچا لپاره ګواښ ندی.

Trending

Exit mobile version