تازه خبرونه
د مسکو وروستۍ کړنه د سیاسي واقعیتونو د منلو پر لوري یو اړین ګام دی – سراجالدین حقانی
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ له دې غونډې خبر ورکړ او وایي، چې دواړو خواوو د سفارتونو پر کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا او د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر ژمنې ټینګار وکړ.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي(سرپرست) سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او په کابل کې د دې هېواد له سفیر دمیتري ژیرنوف سره وکتل او د افغانستان په اړه یې د مسکو د وروستیو کړنو ستاینه وکړه او دا یې “د افغانستان د سیاسي واقعیتونو د منلو پر لوري یو اړین ګام” وباله.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چارشنبې پر ورځ له دې غونډې خبر ورکړ او وایي، چې دواړو خواوو د سفارتونو پر کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پراختیا او د امنیت او سوداګرۍ په برخو کې د متقابلې همکارۍ پر ژمنې ټینګار وکړ.
د عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ په دې غونډه کې دواړو خواوو د افغانستان او سیمې ترمنځ د امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې ځانګړي استازي د هېواد له بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالي امیر خان متقي سره هم پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې کړې دي.
